BARAN Response to Ghor’s Flash Flood – Pashto

د باران موسیسه ژمنه دۍ چې صحي خدمات په ښه کیفیت په وړیا شکل باندې د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې خپلو افغان خویندواو وروڼو ته ترسره کړي. د غور ولایت د مرغاب په ولسوالۍ کې د مۍ د میاشتې د څلورمې نېټې د مرګونو او ویجاړونکو سیلابونو د راوتلو وروسته د باران موسسې د ولایتي دفترمسئولینو بیړنۍ غونډه تر سره کړه او د بېړني حالت کمېټه یې جوړه کړه، د عامې روغتیا ریاست سره په پوره همږغي پریکړه وشوه چې یو ټیم باید مرغاب ولسوالۍ ته حرکت وکړي ترڅواړین درمل او د بېړنیو حالاتو کېټونه چې مخکې چمتو شوي ؤ ساحې ته د ځان سره یوسي، ټیم د شپې ۹ بجې حرکت و کړاو کړۍ شپه په لار ؤ سهار ۷بجې او لس دقیقې خپل تعین شوي هدف ته ورسېدل، د هغه وروسته نوموړې کمېټه او ټول د دفتر پرسونل د چمتووالې په حالت ؤ او ولایتي مسئولینو ته یې دا ډاډ ورکړ چې په بېړنیو حالاتو کې به اړمنو کورنیو او ناروغانو ته به با کیفیته  صحي خدمات ترسره کوي، چې ورپسې د مۍ د میاشتې په اولسمې او نولسمې نېټې د ډېرو اورښتونو په نتیجه کې بیا ځل سخت سېلابونه رامنځ  ته شول چې له کبله یې خلکو ته د سراو مال درانه زیانونه واړول او د حالاتو په کبو کولو کې د باران موسسې خپل مهم رول ادا کړ.

Add a comment

*Please complete all fields correctly